د بهرني سیاست اصول (د قرآن په رڼا کې)

چکیده :

الحمد لله رب العلمین والصلاة والسلام علی سید الأنبیاء والمرسلین وعلی آله و أصحابه أجمعین وبعد. قرآن کریم د مسلمانانو لپاره د قانون تر ټولو بنسټیز مصدر دی، نو د ژوند په بېلا بېلو اړخونو کې اسلامي امت ته د افرادو، ټولنو او هیوادونو په حیث د ورپېښو مسائلو لپاره د حلولو تر ټولو بنسټیز مصدر همدا قرآن کريم دی، نو هر کله چې مسلمان د فرد په حیث او یا هم د ټولنې او هېواد په حیث د کوم مشکل سره مخ کیږي، نو باید د هغه مشکل حل په قرآن کريم کې ولټوي، په اوسني عصر کې قرآن کريم ته د بېلا بېلو قضایاو د حلولو د لټولو لپاره د تفسير یوه نوې تګلاره وټاکل شوه چې هغې ته موضوعي تفسير وویل شو، موږ په دې لنډه لیکنه کې ددې هڅه کوو چې د قرآن کريم په رڼا کې د یو مسلمان هېواد نړیوالې اړيکې د نورو هېوادونو سره وڅیړو، مګر چونکه قضیه نوې ده، او تکییف ته اړتیا لري، همدا راز دې ته اړتیا لري چې موږ لومړی هیوادونه مشخص کړو چې یو اسلامي هیواد باید ورسره اړیکې ولري، نو کله کله به پرې د موضوعي تفسیر پر ځای د یو عام فقهي بحث رنګ غالب وي چې له دې څخه پرته بله چاره نشته.