د افغانستان-ازبکستان ګډ سوداګریز بازار د فرصتونو او ننګونو تحلیل

چکیده :

ګډ سوداګریز بازارونه یا آزاد سوداګریز زونونه د تولیداتو په بازار موندنې او سوداګرۍ کې مهم اقتصادي او سوداګریز فرصتونه بلل کېږي. له دغو فرصتونو څخه ټول دخیل اړخونه اقتصادي ګټه پورته کوي، تولید پراختیا مومي، پېرودونکو ته د دوی له اړتیاوو او غوښتنو سره سم  په اسانۍ او ټېټه بیه تولید رسیږي، نوي پېرودونکي جذبیږي، پانګونه پراختیا مومي، د خصوصي او عامه ګډې پانګونې فرصتونه رامنځته کېږي، د کار زمینه برابرېږي او ګڼې نورې اقتصادي ښېګڼې او ګټې لري. د افغانستان او ازبکستان ګډ سوداګریز بازار هم په دې برخه کې د دواړو هېوادونو له لوري رامنځته شوی دا ډول یو فرصت دی. په دې مقاله کې د دغه بازار د پېژندنې، اقتصادي ښېګڼو او په دغه برخه کې شته فرصتونه او ننګونې په توصیفي – تحلیلي بڼه څېړل شوي او اړوند معلومات په کتابتوني بڼه راټول شوي دي. د څېړنې پایلې ښيي، چې په دغه ګډ بازار او آزاد سوداګریز زون کې پر ګڼو فرصتونو سربېره یو شمېر ننګونې هم شته چې په دغه سوداګریز زون کې یې د افغان سوداګرو د پانګونې د پراختیا مخه ډب کړې او د افغان توکو د پلور په برخه کې خنډونو ترڅنګ یې ځینې نورې سوداګریزې ننګونې هم زېږولې دي. څېړنه وړاندیز کوي چې د دغو ننګونو هواری د افغانستان او ازبکستان لپاره اقتصادي اهمیت لري او د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لرلی شي.