چکیده :

د دولتونو او حکومتونو پېژندنه 
(د افغانستان اسلامي امارت د پېژندنې په اړتیا باندې په ټينګار سره)
پېژندنه هغه مفهوم دی چې د حاکمیت سره ډېر نږدې تړاو لري او د دولت او حکومت پېژندنه پکې شامله ده. دولت او حکومت په عمل کې هغه وخت سیاسي او نړیوال وجود پیدا کوي چې د نورو دولتونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي او دا پېژندل د دې لپاره دي چې نوی دولت او حکومت په نړیواله کچه له حقونو او مکلفیتونو څخه برخمن شي. د دولت په رسمیت پېژندنه په نړیوال سټېج کې د یو نوي شخصیت د پېژندنې په معنی ده چې د خاورې، نفوس، حکومت او حاکمیت خاوند وي، خو د حکومت په رسمیت پېژندل هغه ته ویل کېږي چې دولت له پخوا موجود و، خو په هر دليل يې حکومت او يا سياسي نظام سقوط کړی، نوی حکومت سياسي واک ترلاسه کړی او د دې نوي حکومت په رسميت پېژندلو ته اړتيا ده. اوس مهال په افغانستان کې سياسي واک د اسلامي امارت په لاس کې دی د افغانستان خاوره د هغه تر حاکمیت لاندې ده او د یو اغېزمن او ستر ځواک په توګه د هېواد د چارو کنټرول په لاس کې لري، نو اړینه ده چې په رسمیت وپېژندل شي.