دا چې نړۍ په یوه نړیوال کلي (Global Village) بدله شوې، لازمه ده چې اسلامي حکومتونه د نړیوالو سره مثبت روابط ولري، د همسایه ګانو، د سیمه ییزو هیوادونو، همدارنګه د نړۍ ابر قدرتونو سره، اعم ددې نه چې مسلمانان دي که کافران . د کفري هیوادونو سره د تعامل څرنګوالی او د هغې اصول په شریعت غراء کې واضح دي . د اسلامي ارزښتونو او د ملت مصالحو ته په پام د مسلمانانو امیر/پاچا کولی شي چې د کفري هیوادونو سره حسنه روابط ولري . سیاسي، علمي، فرهنګي او حتی په بعضې حالاتو دفاعي تړونونه ورسره ولري . د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې ډیری داسې مثالونه شته چې د کفارو سره یې حسنه روابط درلودلي، د مشکل په وخت کې یې کومک او لاسنیوی کړی، او حتی ستراتیژیکي تړونونه یی ورسره کړي
