د ایران او سعودي عربستان خپلمنځي رقابتونه

چکیده :

او د ا.ا.ا. متوازن بهرنی سیاست

پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل وروسته، د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو تشویشونه راوپارېدل او په افغانستان کې نیابتي جکړو ته لاره هواره شوه. ایران او سعودي عربستان هم د سیمې له هغو هېوادونو څخه وو چې په افغانستان کې یې خپلمنځي رقابتونو او تر ډېره نیابتي مذهبي جګړو ته مخه کړه. د شوروي یرغل پر وړاندې ایران د ایران پلوه جهادي ډلو او سعودي عربستان د سعودي پلوه جهادي ډلو ملاتړ کاوه. همدا لامل دی، چې د امریکا له وتلو وروسته د ا.ا.ا. د هېواد ملي ګټو او علیا مصالحو ته په کتو د سیمه‌ییزو او نړیوالو رقابتونو له منفي اغېزو د خوندي پاتې کېدو په موخه متوازن بهرنی سیاست خپل کړ. دا مقاله په تحلیلي او تشریحي مېتود د ایران او عربستان د خپلمنځي رقابتونو، له دوی سره د ا.ا.ا. د اړیکو پر اهمیت، د اوسنيو اړیکو پر وضعیت، او د دوی پر وړاندې د متوازن بهرني سیاست په اړه بحث کوي او دې پایلې ته رسېدلې چې د ا.ا.ا. متوازن بهرنی سیاست د نورو هېوادونو په څېر له ایران او عربستان سره د اړیکو په برخه کې هم لاسته راوړنې لرلې دي او سرپرست حکومت له دغو هېوادونو سره په تعامل او مناسباتو کې توازن ساتلی دی.