د قوشتېپې کانال او په آمو سیند کې د افغانستان حقابه

چکیده :

دا څېړنیزه مقاله د قوشتیپې کانال د نړیوالو حقوقو له نظره څېړي. د قوشتېپې کانال د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې له آمو سیند څخه اوبه اخلي. آمو سیند د افغانستان او مرکزي آسیا جمهوریتونو ترمنځ مشترک سیند دی چې د یو شمېر دوه اړخیزو او څو اړخیزو معاهداتو له لارې یې اوبه تنظیم او مدیریت شوې دي. افغانستان د آمو پر سیند له روسيې/شوروي اتحاد سره یوازې سرحدي معاهدې لاسلیک کړې دي چې د اوبو د وېش موضوع په‌کې نه ده مطرح شوې. بل لوري ته د مرکزي آسیا هېوادونو بیا د آمو پر سیند د اوبو د وېش معاهدې لاسلیک کړې، چې افغانستان یې غړیتوب نه لري. د یوه مشخص حقوقي چوکاټ د نه شتون له کبله د قوشتېپې کانال د ابتدايي رغنیزو چارو پیلولو د مرکزي آسیا په ځانګړي ډول ښکته ازبکستان او ترکمنستان اندېښمن کړي، چې ممکن د کانال په جوړېدو سره دغو هېوادونو ته د اوبو د ورتګ جریان اغېزمن شي. دغه مقاله د دکترینال انتقادي تحلیل له میتود او له اولیه او ثانوي منابعو څخه پر استفادې استدلال کوي چې افغانستان د آمو په سیند کې د معقولې او عادلانه استفادې حق لري او د قوشتېپې کانال د افغانستان دغه حق تضمینوي. همدا راز افغانستان د قوشتېپې کانال په جوړولو سره خپله تاریخي حقابه چې د څو لسیزو راهیسې يې نه ده استفاده کړې بیا احیاء کوي. دا څېړنه په نهایت کې وړاندیز کوي چې‎ یوازې د قوشتېپې پر کانال او په انفرادي ډول له مرکزي آسیا له هېوادونو سره بحث او مذاکرات موضوع نه حل و فصل کوي، له همدې کبله د پایداره او دایمي حل لپاره اړتیا ده چې افغانستان په آمو سیند کې د خپلې حقابې په اړه د مرکزي آسیا له ټولو هېوادونو سره په مشترک ډول مذاکرات وکړي.