حماس د ۲۰۲۳ز. کال د اکتوبر پر ۷مه د خپلې خاورې د ازادۍ په موخه پر اسرائيليانو بريد وکړ. دغه بريد پر منځني ختيځ امنيتي، سياسي او اقتصادي اغېزې لرلې. د سيمې امنيت ورسره خراب شو، ځينې نورې ډلې هم جګړې ته راداخلې شوې، ايران او اسرئيل پر يو او بل بريدونه وکړل، او دغه راز اسرائيلو په لبنان او سوريې پر مشخصو هدفونو بريدونه وکړل، چې په امنيتي لحاظ يې پر سيمه منفي اغېزې وښندلې. همدارنګه له سياسي پلوه د اسرائيلو او د سيمې د ځينو هېوادونو اړيکې پرې شوې او په اقتصادي لحاظ ورسره د تېلو نرخونه لوړ او ټرانزيټي لارې ناامنه شوې. د څېړنې مسئله دا ده چې د حماس د دومره پراخ بريد هغه لاملونه څه وو، چې په غزه کې نږدې څلوېښت زره کسان پهکې شهيدان شول او بيا پر سيمه د دغه بريد مشخصې سياسي، امنيتي او اقتصادي اغېزې څه وې. په څېړنه کې له کتابتوني ډول او تشريحي- تحليلي مېتود څخه ګټه اخيستل شوې ده. د څېړنې موندنې ښيي، چې حماس غوښتل د دغه بريد له لارې د فلسطين او بيت المقدس په اړه خپل دريځ روښانه کړي او نړۍ ته وښيي، چې دوی د فلسطين د قضيې مدافعين دي او هېڅکله به دا قضيه له لاسه ورنهکړي. د دې ترڅنګ حماس غوښتل، چې د دغه بريد له لارې د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ د نارملايزيشن تړون مخنیوی وکړي، په اسرائيلي زندانونو کې پراته خپل بنديان ازاد کړي او د خپلې خاورې د ازادۍ داعيه ژوندۍ وساتي.
