د قطر بهرني سیاست کې د نرم ځواک رول: د دوحې قرارداد او منځګړتوب

چکیده :

د دوحې قرارداد چې د افغانستان اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د قطر په منځګړتوب په دوحه کې لاسلیک شو، په افغانستان کې یې د امریکا شل کلن اشغال ته د پای ټکی کېښود. د قطر دولت د منځګړتوب رول په منځني ختیځ او نړیواله کچه دې هېواد ته مهم معنوي ارزښت ورکړی. د قطر له‌خوا د ورته نرم ځواک کارول د دغه هېواد د بهرني سیاست اساس دی. دا څېړنيزه مقاله د قطر په بهرني سیاست کې د نرم ځواک او منځګړتوب رول د دوحې قرارداد په تناظر کې څېړي. د دې څېړنیزې مقالې ابتدایي بحث دا دی، چې قطر څرنګه په بهرنۍ پالیسۍ کې متوجه ګواښونو ته د نرم ځواک د وسایلو په کارولو سره ځواب وايي، او د قطر په بهرنۍ پالیسۍ کې د نرم ځواک رول ولې او څرنګه رامنځته شو. دا څېړنه په توصیفي-تحلیلي مېتود او د نرم ځواک د تیوریکي لارښود په رڼا کې د دوحې قرارداد قضیه راسپړي او له لومړنيو او دویمي سرچینو څخه په استفادې په دې اړه استدلال وړاندې کوي. د مقالې بحث دې پایلې ته رسېږي چې د دوحې قرارداد له لاسلیک کېدو سره قطر د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په بریالي منځګړتوب سره خپل سیمه‌ییز اعتبار او نرم ځواک زیات کړی او لا هم د اسلامي امارت او لویدیزې نړۍ ترمنځ د منځګړتوب په چارو کې مخکښ رول لري.