د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان اړیکې: فرصتونه او ننګونې

چکیده :

د افغانستان او پاکستان اړیکې د تاریخ په اوږدو کې له لوړو ژورو تېرې شوې دي. پر دغو دوه‌اړخیزو اړیکو د تاریخي شخړو، امنیتي ګواښونو او بهرنیو لوبغاړو د نفوذ اغېزې جوتې دي. سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼې ستونزې شته دي؛ په ورته وخت کې د سوداګرۍ، انرژۍ پروژو، او د سیمه‌ییزې همکارۍ په نورو برخو کې د پرمختګ لپاره هم راز راز فرصتونه شته دي. په دې څېړنیزه مقاله کې په تشریحي او تحلیلي مېتود د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اوسنیو او راتلونکو اړیکو بحث شوی او له ثانوي سرچینو لکه، کتابونو، څېړنیزو مقالو، د پالیسۍ لنډیز او د مشهورو ورځپاڼو له مقالو ګټه اخیستل شوې ده. دا څېړنه د ډیورنډ فرضي کرښې شخړه، د کرښې په اوږدو کې امنیتي تاوتریخوالی او د اقتصاد په تړاو اړتیاوې راسپړي او پر دې بحث کوي چې دواړه هېوادونه څنګه کولی شي د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو همکاریو لپاره ګډ شرایط ومومي او د خپلو هېوادونو ترڅنګ د سیمې په ثبات کې هم رول ولوبوي. په مقاله کې د پاکستان د امنیتي اندېښنو او پر افغانستان اسلامي امارت یې د تورنو په اړه هم بحث شوی او هم هغه برخې په ګوته شوې، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ترې کار اخیستل کیدای شي. څېړنه مومي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا د جوړولو لپاره له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ستر فرصتونه موجود دي. څېړنه ښيي چې دواړه هېوادونه د جیو ستراتیژیک، سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو ارزښتونو له مخې اړ دي، چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب په موخه تر خپل منځ ښې اړیکې وپالي.