د افغانستان کاني سکتور؛ د سیمه‌ییزې همکارۍ لپاره فرصتونه او ننګونې

چکیده :

افغانستان، چې د منځنۍ او سوېلي آسیا ترمنځ پروت دی، د ملیاردونو ډالرو په ارزښت کاني زېرمې لري، چې اوسپنه، مس، لاجورد، زمرد، طلا او نور نادره ځمکني عناصر پکې شامل دي. دا طبیعي سرچینې نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې اساسي محور جوړولی شي، بلکې د نړیوالو بازارونو او سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو لپاره هم مهم فرصتونه برابروي. دا مقاله د افغانستان د کاني زېرمو ستر اقتصادي پټ ځواک د کاني سکتور د فرصتونو او ننګونو په رڼا کې راسپړي. څېړنه د تحلیلي مېتود له مخې ترسره شوې، چې پکې د لومړنیو او دویمو سرچینو ارزونه شوې، ترڅو د کان کیندنې سکتور د پایدارې ودې لپاره لازمې تګلارې روښانه او وارزول شي. څېړنه څرګندوي چې امنیتي ننګونې، د زېربناوو کمښت، غیرقانوني استخراج، د افغانستان اسلامي امارت رسمیت او د شفاف قانوني چوکاټ نشتوالی د پانګونې پر وړاندې اساسي خنډونه دي. د دغو ستونزو د حل لپاره، د شانګهای همکارۍ سازمان او د اقتصادي همکارۍ سازمان په څېر د نورو سیمه‌ییزو ادارو رول ته اشاره شوې، ترڅو د ترانسپورتي شبکو پراختیا، د پانګوالو د باور لوړونه او د سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا ته زمینه برابره شي. سربېره پر دې، څېړنه ټینګار کوي چې د پرمختللو ټکنالوژیو کارول، د پانګوالو لپاره د قانوني خوندیتوب برابرول او د نړیوالو معیارونو مراعاتول، کولی شي نه یوازې د افغانستان اقتصادي وده چټکه کړي، بلکې د ټولې سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون لپاره مهم ګام وګرځي. په ټولیز ډول څېړنه کاږي، چې د افغانستان کاني سکتور د دغه هېواد دوامدارې اقتصادي ودې او سیمه‌ییزې همکارۍ د پراختیا په برخه کې اساسي رول لوبولی شي.