د نړيوال نظم چټک بدلون، د ځواک د توازن بيا تنظيم او د څو قطبي نړۍ را څرګندېدل د نړيوال نظم ځانګړتياوې دي، چې د دولتونو پر بهرنيو سياستونو ژورې اغېزې لري. هر دولت اړ دی چې د نويو نړيوالو واقعيتونو په رڼا کې خپل ستراتيژيک دريځ بيا وڅېړي او د خپلو ملي ګټو د خونديتوب لپاره مناسبه پاليسي غوره کړي. د امریکا متحده ايالات له دوهمې نړیوالې جګړې را پدېخوا په نړیوال نظم کې بارز رول لري او د نړيوالو معادلو اصلي محور بلل کېږي. بلخوا، چين او هند په چټکۍ سره د زبرځواکونو په قطار کې ودرېږي او روسيه بيا هڅه کوي د شوروي اتحاد له ماتې وروسته خپل بایللی ستراتيژيک نفوذ ترلاسه کړي، چې په پایله کې د امریکا متحده ایالاتو هېژموني ګواښي. افغانستان چې د مرکزي او سوېلي آسيا په څلور لارې کې پروت دی، د دغو ژورو بدلونونو له اغېزو خوندي نه دی. دا څېړنېزه مقاله د نړيوال نظم ماهیت، د نړیوال ځواک د وېش او د افغانستان د بهرنۍ پاليسۍ په اړه ژوره جيوستراتيژيکه شننه وړاندې کوي. څېړنه هڅه کوي دا پوښتنې ځواب کړي چې اسلامي امارت څرنګه کولی شي د نوي نړیوال نظم د ځواک په توازن کې خپل دريځ تثبيت کړي؟ د نويو او پخوانيو زبرځواکونو په تېره بيا له متحده ايالاتو سره متوازنې اړيکې رامنځته کړي؟ سربېره پردې، دا څېړنيزه مقاله هغه مهم فرصتونه او ننګونې ارزوي چې افغانستان ورسره مخ دی او د هغوی لپاره مناسبې حللارې وړاندې کوي، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت وکولی شي خپله بهرنۍ پاليسي د نړيوالو واقعيتونو په رڼا کې په سمه توګه تنظیم او خپلې ملي ګټې په مؤثره او مدبرانه توګه خوندي کړي. دا مقاله د کيفي څېړنيز مېتود پر بنسټ ولاړه ده، چې د نړيوالو اړيکو پر مخکښو نظريو استدلال کوي او علمي منځپانګه یې په ژوره بڼه تحلیلوي. همدارنګه، د افغانستان د بهرنۍ پاليسۍ ژر بدلېدونکي حالت ته کتنه شوې او د موضوعاتي تحليل له لارې هڅه شوې چې د نړيوالو بدلونونو او د افغانستان د پاليسۍ ترمنځ اړتیا وپېژندل شي. د څېړنې پایله څرګندوي چې افغانستان کولی شي د يو خپلواک دولت په حیث په نوي نړیوال نظم کې د واقعیتونو په درک سره د دقیقې محاسبې له مخې د نړيوال نظم د بدلون معادله وڅېړي او پر وړاندې یې اغېزمن دريځ غوره کړي، ترڅو خپلې ملي ګټې خوندي کړي.
