په ۲۰۲۱ز. کال کې د اسلامي امارت او متحده ايالاتو ترمنځ د دوحې تړون لاسليک شو، چې ورسره د دواړو لورو ترمنځ مستقيم جګړهييز ټکر پای ته ورسېد. په همدغه کال اسلامي امارت يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شو او له متحده ايالاتو سره يې په حکومتي کچه تعامل پيل کړ. د دې څېړنې موخه له ۲۰۲۱ز. کال وروسته د اسلامي امارت په اړه د متحده ايالاتو د بهرنۍ پاليسۍ ارزونه ده. د څېړنې مسئله دا ده، چې د متحده ایالاتو حکومت اوسمهال د اسلامي امارت پر وړاندې هممهاله له تعامل، ښکېلتیا، محدودو همکاریو، او فشار اچونې له وسیلو څخه استفاده کوي او تګلاره یې له ابهاماتو ډکه ده. په دې توګه د څېړنې بنسټيزه پوښتنه دا ده چې، متحده ايالات د اسلامي امارت په اړه څه ډول بهرنۍ پاليسي لري او کومې مشخصې موخې تعقيبوي؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره په دې څېړنه کې له تشريحي- تحليلي مېتود څخه ګټه اخیستل شوې او معلومات په کتابتوني بڼه راټول شوي دي. د څېړنې موندنې ښيي چې متحده ايالات له اسلامي امارت سره د اړيکو رامنځته کولو په دوه لاري کې دی، يعنې نه ورسره په مطلق ډول اړيکې پرې کولای شي او نه يې هم په رسميت پېژندلی شي، نو له همدې امله یې درېيمه لاره خپله کړې او هغه دا چې له اسلامي امارت سره ښکېل پاتې شي، په ځينو برخو کې ورسره تعامل او همکاري وکړي لکه د ترهګرۍ او نشهيي توکو د مخنيوي او بشري مرستو په برخه کې او د ځينو نورو برخو د منلو په موخه پرې د فشار بېلابېلې وسيلې وکاروي.
