مشهور اقتصادي مفکر آدم سمت ویلي چې اتصال د توليد لپاره لار پرانيزي. همدا خبره په سیمهييز اتصال کې د افغانستان اهمیت ښه خلاصه کوي. د افغانستان جغرافيايي موقعيت په اقتصادي ډګر کې مهم فرصتونه او ظرفيتونه برابر کړي، چې په سم او سالم مديريت سره د اقتصادي سوکالۍ او هر اړخيز پرمختګ لامل کېږي. په وروستیو لسیزو کې بېلابېلې اقتصادي پروژې طرحه او په وسيله يې د سيمې د نښلېدو هڅې شوې دي خو د یو لړ سیاسي او امنیتي دلایلو له کبله دغه پروژې لا هم په بشپړ ډول عملي شوې نه دي. له ورستیو تحولاتو وروسته په هېواد کې د یوه قوي مرکزي حکومت جوړېدل او سرتاسري امنیت تامینېدل افغانستان ته دا زرین فرصت په لاس ورکوي چې د مرکزي اسیا، سوېلي اسيا، منځني ختیځ او چین د بازارونو په نښلولو سره مركزي رول ولوبوي. دا مقاله په تحلیلي او تشریحي مېتود د سیمهییزو اقتصادي پروژو او سیمهییز اتصال پر اهمیت، په اړه یې د اسلامي امارت بهرنی سیاست، او راټوکېدلو تحولاتو په اړه بحث کوي او دې پایلې ته رسېدلې چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په سیاسي او امنیتي وضعیت کې مثبت تغییر راغلی او دا فرصت رامنځته شوی چې سیمهییز اتصال او سیمهییزې اقتصادي پروژې عملي بڼه غوره کړي.
