د کانونو په سکتور کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې

چکیده :

افغانستان د نړۍ پر مخ هغه هېواد دی چې د ټریلیونونو په ارزښت تر ځمکې لاندې طبیعي کانونه او زېرمې لري. د بېلابېلو څېړنو له مخې افغانستان د فلزاتو، صنعتي منرالونو او ودانيزو توکو پراخې سرچینې لري. ليتيم، یورانیم، سره زر، سپین زر، اوسپنه، مس، المونیم، سرب او جست، شوکاڼی، کرومایټ، نفت، ګاز او داسې نور له هغو مهمو زېرمو څخه دي، چې ډیری یې لا نه دي سپړل شوي. که یاد کانونه په مسلکي او تخنیکي ډول وسپړل شي، پرته له شکه چې د هېواد اقتصاد به ورسره په پښو ودرېږي. همدا لامل دی چې د بهرني اشغال له ختمېدو وروسته، اسلامي امارت د کانونو سکتور ته ډیره توجه کړې او د استخراج او پروسس چارې یې د پخوا په پرتله په تېزۍ سره روانې دي، چې د ملي بودیجې په تمویل او د زرګونه کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې یې پام‌وړ مرسته کړې ده. دا چې د اسلامي امارت د حاکمیت دوه کاله پوره شول دا پوښتنې مطرح کیږي چې اوسمهال د هېواد د کاني زېرمو وضعیت څه ډول ارزول کېږي؟ په دې برخه کې کوم مهم پرمختګونه شوي؟ او اوسنی حکومت یې په اړه څه لاسته راوړنې لري؟ دغه مقاله چې په توصیفي-تحلیلي میتود لیکل شوې همدغو پوښتنو ته ځواب وایي.