د پوله تېرېدونکو اوبو پر حقوقي تنظیماتو او معاهداتو د اقلیمي اغېزو ارزونه«د هلمند سیندیزې حوزې د قضیې څېړنه»

چکیده :

اقلیمي بدلونونو د خوږو اوبو په برخه کې بې‌سارې ستونزې او ننګونې رامنځته کړې او رامنځته کوي یې، چې دا چاره د اوبو کیفیت، کمیت، د اوبو عملیاتي کولو سیستمونه او د اوبو د حکومتولۍ تطابق ننګولی شي. هېوادونه هڅه کوي د پوله تېرېدونکو سیندیزو حوزو پر سر تړونونه او نور حقوقي تنظیمات رامنځته کړي. لېکن تراوسه نیمې پوله تېرېدونکې حوزې هم حقوقي تنظیمات او معاهدات نه لري او هغه یې چې لري، ډېری داسې تړونونه او تنظیمات دي چې له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په برخه کې په ځانګړې توګه سېلابونو او وچکالیو په برخه کې د تطابق مؤثر میکانیزم نه لري. پوښتنه دا ده چې دا اقلیمي بدلونونه څه ډول د پوله تېرېدونکو سیندیزو حوزو حقوقي تنظیمات ننګوي، په ځانګړې توګه د هلمند سیند تړون په کومه کچه له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق وړتیا لري؟ په دې څېړنه کې په نړیواله کچه درې بېلابېلې سیندیزې حوزې مطالعه شوې، چې د ارزونو له مخې تراوسه هم نه دي توانېدلي په کافي او مؤثره توګه له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ مؤفق موډلونه وړاندې کړي. څېړنه وړاندیز کوي، چې له اقلیمي بدلونونو سره د شته تنظیماتو او معاهداتو د تطابق لپاره اړتیا ده چې د اوبو د تخصیص انعطاف منونکې ستراتیژۍ رامنځته شي، د اضطراري وضعیت لکه سېلابونو او وچکالۍ لپاره اړین موارد په تنظیماتو کې ځای پرځای شي، په معاهداتو او حقوقي تنظیماتو کې د بدلون او اصلاح موارد زیات شي او د پوله تېرېدونکو اوبو ګډ او اغېزناک مدیریت یادونه وشي. څېړنه ښيي چې د هلمند سیند اوبو تړون هم له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارۍ په موخه ځینې موارد لري، د بېلګې په توګه د حقابې متغییروالی، د وچکالۍ د مواردو ذکر، د اوبو د کیفیت د مسئلې یادېدل او داسې نور.