اسلامي امارت د تېرې دورې په پرتله دا ځل له بیا واکمنېدو راهیسې د متوازن بهرني سیاست په برخه کې ملموسې لاسته راوړنې لري. په تېرو څلوېښتو کلونو کې اسلامي امارت یوازېنی حکومت دی چې د سیمې او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره په تعامل کې يې بېپرې سیاست غوره کړی دی. د ملي ګټو او متقابل احترام پربنسټ یې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو دراوزې د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصې پرې اېښې دي. په تېر یوه نیم کال کې اسلامي امارت وتوانېد، چې له یو لړ مهمو هېوادونو سره نېغ په نېغه اړیکې ټینګې کړي. که څه هم د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي نه ده تدوین شوې، خو د لوړپوړو چارواکو له بیانونو او رسمي اعلامیو څرګندېږي چې بهرنۍ پالیسي یې په توازن، بېطرفۍ او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ولاړه ده. په دې څیړنیزه مقاله کې په تشریحي او تحلیلي مېتود د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو بحث شوی.
