د ایران-اسرائیل شخړه او د ځواک کارونې حقوقي حیثیت

چکیده :

د ایران-اسرائیل شخړه د نړیوالو اړیکو او بین‌المللي عمومي حقوقو په ساحه کې یوه ډېره پېچلې او حساسه موضوع ده. د دې شخړې اصلي محور د دواړو دولتونو ترمنځ د ځواک‎کارونې حقوقي وضعیت دی، چې باید د ملګرو ملتونو د منشور له مخې په دقيقه توګه و ارزول شي. په ځانګړي ډول، د ځواک‎کارونې منع کول (د منشور ۲(۴) ماده) او د ځاني‎دفاع حق (د منشور ۵۱ ماده) د دې څېړنې اساسي بحثونه دي. دغه څېړنه د ایران او اسرائیل د پوځي عملیاتو مشروعیت او حقوقي حدود څېړي او د دوی کړنې د نړیوالو حقوقي معیارونو پر بنسټ ارزوي. د څېړنې اصلي تمرکز د ځواک د مشروع کارونې شرایط، د قانوني ځاني‎دفاع معیارونه او د روانې شخړې حقوقي پایلې د بین‌المللي حقوقو له نظره څېړل دي. د څېړنې اساسي ستونزه د ایران او اسرائیل ځواک‎کارونه او پوځي کړنې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو حقوقي اصولو له مخې تحلیل او قانوني ارزول کېږي. د څېړنې میتودولوژي تحلیلي او انتقادي ده، چې د نړیوالو حقوقي اسنادو، قضيو، اکاډمیکو کتابونو او وروستیو څېړنو پر بنسټ ولاړه ده. د څېړنې موندنې د معاصرو دولتونو ترمنځ د شخړو د حقوقي اصولو د پلیتوب پر وړاندې شته ستونزې څرګندوي او د ایران-اسرائیل شخړې د قانوني حل لپاره عملي لارې چارې وړاندې کوي. همدارنګه، دغه تحلیل د دولتونو د خپلواکۍ، امنیتي اندېښنو او د بین‌المللي حقوقي مکلفیتونو ترمنځ پېچلې اړیکې څېړي او د نیوریالیزم پر امنیتي تعاملاتو او د بریدګر ریالیزم پر سیاسي تګلارو اغېزې په ګوته کوي.