هېوادونه له نړیوالو بدلېدونکو شرایطو سره سم نه یوازې په خپلو کورنیو پالیسیو او کړنلارو کې، بلکې په بهرنیو پالیسو او د بهرني سیاست په تګلارو کې هم وخت نا وخت بدلونونه راوړي او هڅه کوي چې پر بنسټ یې خپلې ملې ګټې په مطلوبه توګه پیاوړې او ترلاسه کړي. روسیه که څه هم له افغانستان سره ګډه پوله نه لري خو د سیمهییزې جغرافیایي تړلتیا پر اساس د منځنۍ اسیا له لارې له افغانستان سره د ګډو ګټو د پیاوړتیا او ګډو ننګونو د پای ته رسولو شریک فرصتونه لري، او له همدې کبله، افغانستان د بېلابېلو حکومتونو پرمهال د دغه هېواد د بهرني سیاست په دستګاه کې ځانګړی ځای پیدا کړی او په اړه یې بېلابېلې تګلارې تعقیب کړې دي. پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو د یرغل پرمهال دغه هېواد له نړیوال ایتلاف سره مرسته وکړه، خو د سیمې او افغانستان د شرایطو په بدلون سره یې بېرته د افغانستان پر وړاندې خپله سیاسي تګلاره بدله کړه او کله چې په افغانستان کې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واک ترلاسه کړ، د افغانستان په اړه د دغه هېواد بهرني سیاست هم بدلون وکړ. په دې څېړنه کې دا پوښتنه ځوابېږي چې ولې د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې د روسیې بهرني سیاست بدلون وموند؟ او د اسلامي امارت په دوره کې د دغه هېواد بهرنی سیاست کومې موخې تعقیبوي؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو په موخه څېړنه د تحلیلي ـ توصیفي مېتود پر اساس ترسره شوې چې پکې د افغانستان په اړه د دغه هېواد د مهمو رهبرانو څرګندونې او د اخبارونو او معتبرو مقالو متنونه تحلیل شوي. د څېړنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د شتون په پرتله اوسمهال روسیه د ترهګرۍ، مخدره توکو د قاچاق او مرکزي اسیا ته د نا امنۍ د لېږد په برخه کې د لا زیات خوندیتوب احساس کوي؛ نو ځکه یې د افغانستان اسلامي امارت پر وړاندې خپل بهرنی سیاست هم نرم کړی او ورځ تر بلې ورسره د تعامل کچه پراخوي.
