د افغانستان او هند اړیکې لرغونی تاریخ لري او د اسلامي امارت له لومړۍ دورې پرته هند له افغانستان سره دوستانه اړیکې ساتلې دي. په ۲۰۲۱م کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته بیا هند د افغانستان په تړاو په خپل چلند کې خورا محتاط پاتې شوی او بهرنۍ تګلاره یې تر ډېره پر بشري مرستو راڅرخېدلې ده. د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخ او وروستیو پرمختګونو ته په پام سره اوسمهال د افغانستان له اسلامي امارت سره د دغه هېواد د راتلونکو اړیکو په اړه ډېر روښانه تصویر نشته. دا څیړنیزه مقاله په تشریحي – تحلیلي مېتود د افغانستان او هند تر منځ اوسنۍ او راتلونکې اړیکې څېړي او تر ډېره پکې له دویم لاس سرچینو لکه کتابونو، څېړنیزو مقالو، د پالیسیو لنډیز او د مشهورو ورځپاڼو له مقالو ګټه اخیستل شوې ده. مقاله د افغانستان له اسلامي امارت سره د هند د راتلونکې ښکېلتیا امکانات راسپړي او دا څېړي چې څه ډول دواړه هېوادونه کولی شي د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو همکاریو لپاره ګډ شرایط ومومي. د بحث موندنې ښيي چې هند د افغانستان له اسلامي امارت سره تعامل ته لېوالتیا لري او په ورته وخت کې د ګډو همکاریو یو شمېر داسې ډګرونه هم شته چې کولی شي د اسلامي امارت او هند د اړیکو په ټینګښت کې اغېزناک ثابت شي.
