په معاصر نړیوال نظام کې اقتصادي فکتورونه د حکومتونو د بهرنۍ پالیسۍ مهم او ټاکونکي عناصر ګڼل کېږي. د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، ترانزیټ او مالي همکاریو د پراختیا له لارې اقتصادي ډېپلوماسي د ملي ګټو د خوندي کولو او پرمختګ یوه اساسي وسیله ده. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینو او سیمهییز اتصال له پلوه د اقتصادي ډېپلوماسۍ لپاره ځانګړی ظرفیت لري او کولای شي د سوداګریزو دهلېزونو، ترانزیټي شبکو او سیمهییزو اقتصادي پروژو له لارې د اقتصادي همکاریو مهم محور شي. سره له دې، اوږدمهاله اقتصادي ستونزې، زېربنايي محدودیتونه او سیاسي بدلونونه د اقتصادي ډېپلوماسۍ تطبیق اغېزمنوي. دغه څېړنه د افغانستان اسلامي امارت په بهرنۍ پالیسۍ کې د اقتصادي ډېپلوماسۍ اهمیت، فرصتونه او ننګونې تحلیلوي. دا څېړنه د توصیفي–تحلیلي میتود، کتابتوني او اسنادي منابعو په کارولو سره، د حکومتمحوره اقتصادي سیاست پر تیوریکي چوکاټ ولاړه ده. د څېړنې پوښتنه دا ده، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي ډېپلوماسي په بهرني سیاست کې څه رول، کوم فرصتونه او ننګونې لري. فرضیه دا ده، چې اسلامي امارت د ملي ګټو خوندي کولو او سیمهییزو اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره مهم فرصتونه لري، خو د نړیوال رسمیت محدودیتونه، مالي ستونزې، اداري ظرفیتونه او سیمهییز سیاسي شرایط یې د اغېزناکتیا مخه نیسي. د څېړنې موندنې ښيي، چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینو، ترانزیټي لارو او سیمهییزو اړیکو له لارې پراخ اقتصادي فرصتونه لري. که دغه فرصتونه په سمه توګه مدیریت شي، هېواد کولای شي له حاشیوي رول څخه د سیمهییزو او نړیوالو اقتصادي معادلو فعال ګډونوال شي.
