افغانستان د سیمې په کچه مهم جغرافیايي موقعیت لري، چې مرکزي آسيا له سوېلي آسيا او چين له منځني ختيځ سره نښلوي. جغرافيايي موقعيت د جيوپولیټيک بحث يو مهم فکټور دی او د اسلامي امارت له بياځلې واکمنۍ وروسته اوسنی حکومت فکر کوي د افغانستان د جيوپولیټيک غوښتنه دا ده، چې سيمهييز قدرتونه بايد له پامه ونه غورځول شي. د دې څېړنې موخه له يوې خوا د نړۍ او په ځانګړي ډول د آسيا سيمهييز وېش پېژندنه ده او له بلې خوا د تاریخي او معاصرو لیدونو په رڼا کې د افغانستان اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د افغانستان د جیوپولیټیک وضعیت تحلیل دی. څېړنه د تېرو تاریخي پېښو او اوسنیو واقعیتونو په رڼا کې راسپړي چې اسلامي امارت څه ډول د جغرافیایي فکټورونو په پام کې نیولو سره خپله بهرنۍ پالیسي تنظیموي. د څېړنې بنسټيزه پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان اسلامي امارت به وکړای شي د افغانستان جيوپولټيک موقعيت ته په کتلو سره په نړيوالو اړيکو کې متوازن بهرنی سیاست تعقيب کړي؟ څېړنه د تشريحي- تحليلي مېتود او د څېړنې د کتابتوني ډول له مخې ترسره شوې ده. موندنې ښيي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بياځلې واکمنۍ پرمهال د افغانستان جيوپولټيک موقعيت ته په کتلو او د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سياست په خپلولو سره سيمهييزتوب ته مخه کړې او د سيمې له هېوادونو سره يې اړيکې پراخې شوې دي. په ورته وخت کې څېړنه کاږي، چې د متحده ايالاتو په اړه د اسلامي امارت سخت دريځ ښايي افغانستان د انزوا خوا ته يوسي او له دغې انزوا او اقتصادي ستونزو څخه د راوتلو په موخه یې ښایي لومړی چين او بيا روسيې او ايران ته میلان ډېر شي. د افغانستان په رسميت نه پېژندنه، پر بهرنيو مرستو تکيه او د نړۍ او سيمې پېچلو شرايطو او سياليو ته په کتلو به دا ستونزمنه وي چې اسلامي امارت دې متوازن بهرنی سیاست تعقيب کړای شي او اړتیا ده چې د بهرني سیاست دستګاه لا مسلکي شي.
