افغانستان- ایران اړیکې؛ فرصتونه او ننګونې

چکیده :

نحمده و نصلی على رسوله الكريم أما بعد!

د افغانستان او ایران د اړیکو مخینه زرګونو کلونو ته رسېږي؛ د دې دواړو هېوادونو اړیکې کله ښې، کله پیکه او کله هم د خوابدۍ تر حده رسېدلي دي؛ خو په نسبي ډول د دواړو هېوادونو اړیکې له ۱۹۲۱ زیږدیز کال راپدېخوا د دوه اړخیزې دوستۍ د تړون تر سرلیک لاندې وغړېدلې. د دوستۍ دغه تړون هم ډېر دوام ونه کړ، وروسته دغه اړیکې په دواړو هېوادونو کې له سیاسي تحولاتو، طبعي او اقلیمي بدلونونو، سوداګرۍ او په ایران کې د افغان کډوالو په ځورېدو پیکه شوي هم دي. په دې مقاله کې د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، په افغانستان کې د شته پراخو زرینو فرصتونو څخه د ګټې اخېستلو تر څنګ د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیکه والي په اصلي لاملونه او همدارنګه د افغانستان او ایران د اړیکو پر تاریخچې، د سوداګرۍ په برخه کې په راکړې ورکړې، د دوه اړخیزو اړیکو په اړه د چابهار بندر په ارزښت او د ایران د حقابې په اړه د پورته شویو ناندریو د حل په لارو چارو بحث شوی دی.  د اسلامي امارت په حاکمیت کې ګاونډیو هېوادونو ته په ځانګړې توګه ایران ته په افغانستان کې کوم فرصتونه موجود دي چې له هغو څخه ګټه واخلي؟ ایران چې اوس مهال د امرېکا له لوري له سختو اقتصادي، سیاسي او مالیي بندیزونو سره مخ دی، څنګه کولای شي چې د افغانستان له اوسنیو پراخو فرصتونو څخه ګټه واخلي او له اسلامي امارت سره خپلو اړیکو ته لا پراختیا ورکړي، ترڅو دوی هم د اسلامي امارت له اقتصاد محوره سیاست څخه ګټه تر لاسه کړي؟  دا او دې ورته نور مسایل په دې مقاله کې څیړل شوي دي.